ads

په راتلونكې وري مياشت كې اماراتو ته د افغان كارګرانو لومړۍ ډله لېږل كېږي

د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي، د راتلونكي لمريز كال په وري مياشت كې به د افغان كارګرانو لومړۍ ډله په رسمي توګه د كار كولو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولېږل شي.
سرچينه زياتوي، په لومړۍ ډله كې به ۲۵۰۰ كارګران شامل وي، چې د ازادې سيالۍ له لارې د هېواد له ټولو ولايتونو غوره شوي دي.

نویسنده: mayar
21 مرغومی 1397

د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د وياند عبدالفتاح عشرت احمدزي په وينا، په دې بهير كې د هر ولايت كاري ځواك برخه او د فني او حرفوي زده كړو لرونكي كسان د بريا زيات چانس لري.
د اقتصادي چارو شنونكي د ياد وزارت دا پروګرام په هېواد كې د بې كارۍ كمولو لپاره يوه موقتي حل لاره بولي.
د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت په وينا، پر دې سربېره يې تركيې، سعودي عربستان او قطر هېوادونو ته د افغان كارګرانو د لېږلو په هدف هم له دغو هېوادونو سره خبرې روانې دي او ژر به ورسره هوكړه ليكونه لاسليك كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA