د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ وايي، د مکسيکو ديوال به حتما جوړېږي او تر هغې چې کانګرېس د ديوال لپاره پنځه اعشاريه ۷ مېليونه ډالره منظور نه کړي، فدرالي حکومت به تړلی وي.
ټرمپ استدلال کوي چې له مکسيکو ور اوښتونکي خلک په امريکا کې جنايتونه ترسره کوي او دغه ديوال کولای شي هلته د جنايتونو کچه راټيټه کړي.
خو ديموکراتان چې په کانګرېس کې اکثريت دي د ټرمپ له دې پلان سره مخالفت کوي او دا غير اړين کار ګڼي.