په روان ۱۳۹۷يم لمريز کال كې د لوګر په مرکز او ولسواليو کې د ۲۱ ښوونځيو د ودانيو د بيارغونې کارونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.
د پوهنې وزارت وايي، ياد ښوونځي د دغه وزارت د پراختيايي بوديجې په ۱۱ اعشاريه ۲ ميليونه افغانيو بيارغول شوي دي.
د لوګر د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا، د دې ښوونځيو له جملې اته په مرکز پل علم، پنځه په بره کي برک، درې په خوښۍ، درې په څرخ او دوه په محمدآغې ولسواليو کې بيا رغول شوي دي.
د يادو ښوونځيو په بيارغولو سره د شاوخوا ۲۵ زره زده کوونکو هغه ستونزې، چې مخکې يې د ودانيو د خرابوالي په برخه کې درلودې، حل شوې.
د پوهنې وزارت تېر کال هم د لوګر ۲۶ ښوونځي بيا رغولي وو او له پلان سره سم به په راتلونکي کال کې شاوخوا ۵۰ نور ښوونځي هم ورغوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ