ads

په ترکيه کې تېر ميلادي کال ۱۸ ټنه هيرويين نيول شوي

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت وايي، په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې په دې هېواد کې ۱۸ ټنه هيرويين نيول شوي دي.

نویسنده: mayar
18 مرغومی 1397
په ترکيه کې تېر ميلادي کال ۱۸ ټنه هيرويين نيول شوي

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت وايي، په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې په دې هېواد کې ۱۸ ټنه هيرويين نيول شوي دي.
د سرچينې په خبره، په تېر ميلادي کال کې يې ۱۳۴ کسان د نشه ‌يي توکو د قاچاق، پلور او وېش په تور نيولي دي.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت زياتوي، په دغه کال کې يې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ۱۴۷ زره او ۵۶۲ عمليات ترسره کړي دي.
ترکيه وايي، دا د دې هېواد په تاريخ کې په يوه كال كې تر ټولو ډېر نيول شوي نشه‌ يي توکي او په تړاو يې زيات نيول شوي کسان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA