ads

په بلخ كې د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو يو افسر ووژل شو

وسله والو غلو د بلخ په دهدادي ولسوالۍ كې د فواد سنګر په نوم د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو يو افسر وژلى دى.

نویسنده: mayar
18 مرغومی 1397
په بلخ كې د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو يو افسر ووژل شو

وسله والو غلو د بلخ په دهدادي ولسوالۍ كې د فواد سنګر په نوم د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو يو افسر وژلى دى.
د دغه افسر ورور شفيق محمدي كليد ته وويل، ورور يې څه موده وړاندې د رخصتۍ تېرولو په هدف بلخ ته تللى و، چې تېر ماخوستن شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې د دهدادي ولسوالۍ په مربوطاتو كې دوو وسله والو غلو د خپل كور مخې ته وواژه.
د نوموړي په خبره، په پېښه كې يې د ورور يو ملګرى ټپي شوى هم دى او غلو ترې موبايلونه او يو ميل تومانچه وړې ده.
هڅه مو وكړه، چې په دې تړاو د بلخ د امنيتي ارګانونو نظر هم ولرو، خو بريالي نه شوو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA