ترکي ليکوال توران قشلاقچي ادعا کړې، چې د خبريال جمال خاشقي د وژنې د غږيز فايل اورېدو د امريكا د مركزي استخباراتو يا سي آی اې مشره جينا هاسپل وژړوله.
هغه په يوه مرکه کې ويلي، مېرمن هاسپل د خاشقجي د قتل د غږيز فايل له اورېدو وروسته وژړل.
قشلاقچي له الحوار شبکې سره په خبرو کې زياته كړې، لومړی د هاسپل ژباړن د خاشقجي د خبرو له اورېدو ژړا پيل کړه او وروسته د سي آى اې مشرې هم اوښكې توىې كړې.
د نوموړي په خبره، مېرمن هاسپل د دې غږيز فايل له اورېدو وروسته وويل، په خپل ژوند کې يې ډېر څه ليدلي، خو دا لومړی ځل دی، چې دومره وحشيانه اقدام ګوري.
د يادونې وړ ده، چې خبريال جمال خاشقجي په تېره اکټوبر مياشت کې د تركيې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په كونسلګرۍ کې ووژل شو.