ads

په بدخشان کې د خاورې ښويېدو له کبله ۳۰ تنه وژل شوي

د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت په یوه سیند کې د زرو پر تصفیه کوونکو او کان کېندونکو د ورښت له کبله رېګ او خاوره ښویېدلې چې له کبله یې لږترلږه دېرش کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

نویسنده: mayar
17 مرغومی 1397
په بدخشان کې د خاورې ښويېدو له کبله ۳۰ تنه وژل شوي

د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت په یوه سیند کې د زرو پر تصفیه کوونکو او کان کېندونکو د ورښت له کبله رېګ او خاوره ښویېدلې چې له کبله یې لږترلږه دېرش کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د اجرايه رياست له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بدخشان ولايت چارواکو دغه موضوع تېر ماښام له اجرايه رييس سره د ټلېفون له لارې شريکه کړه. د سرچېنې په خبره، عبدالله د خواشينۍ په څرګندولو سره د بدخشان ځايي مسوولينو ته امر وکړ چې ژر تر ژره د قربانيانو کورنیو او ټپيانو ته مرستې ورسوي.
عبدالله دغه راز د داسې اقداماتو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې د دغه ډول پېښو مخه ونيول شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA