د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ كې د ملي امنيت د ځانګړو ځواكونو له لوري د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې ۱۲ ملكي وګړي خوشې شوي دي.
د دې ولايت د رسنيو له دفتره تېره شپه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات د جمعې په شپه د لښكرګاه لپاره د طالبانو د نومول شوي ښاروال ملا جبار پر مركز او پر شجاع زندان ترسره شول.
سرچينه وايي، د عملياتو په مهال د زندان توكي، ماينونه، كلاشينكوف او تبليغاتي پاڼې د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.