ads

په سپين بولدك كې ۱۶ طالبان او اووه پوليس ووژل شول

د كندهار په سپين بولدك ولسوالۍ كې تېره شپه د وسله والو طالبانو او سرحدي پوليسو ترمنځ د څو ساعته جګړې له كبله دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
15 مرغومی 1397
په سپين بولدك كې ۱۶ طالبان او اووه پوليس ووژل شول

د كندهار په سپين بولدك ولسوالۍ كې تېره شپه د وسله والو طالبانو او سرحدي پوليسو ترمنځ د څو ساعته جګړې له كبله دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جګړه د سپين بولدك ولسوالۍ په ناوې سيمه كې شوې، چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده.
د كندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي كليد ته وويل، ګڼ شمېر طالبانو د ناوې پر امنيتي پوستې بريد وكړ او وروسته يې له سرحدي پوليسو سره جګړه څو ساعته روانه وه.
د نوموړي په خبره، په نښته كې ۱۶ طالبان او اووه پوليس وژل شوي، ۱۱ طالبان او څلور پوليس ټپيان دي.
عزيزي زياته كړه، سيمې ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او امنيتي پوسته د افغان پوليسو تر کنټرول لاندې ده.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA