يو تاجكستانى سرحدي سرتېرى د نشه يي توكو له قاچاق وړونكو سره په نښته كې وژل شوى دى.
د تاجكستان يوه امنيتي چارواكي پرون وويل، دغه سرتېرى د يوه تاجكي چوپان د پيدا كولو په هدف د دې هېواد د سرحدي ځواكونو د عملياتو په مهال ووژل شو.
يوه تاجكستاني امنيتي چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي، ياد ۴۲ كلن چوپان په سيمه كې له تېرو درېيو ورځو راهيسې ورك شوى او ښايي تښتول شوى وي.
د افغانستان او تاجكستان ګډې پولې ته نېږدې، چې ۱۳۴۴ كيلو مټره اوږده ده، د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو او د تاجكستان د سرحدي ځواكونو ترمنځ نښتې تقريباً تل كېږي، خو دوشنبې د خپلو امنيتي سرتېرو د تلفاتو په اړه لږ خبر وركوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ