ads

د سالنګ لويه لار د باروړونكو موټرونو پرمخ تړل شوې

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول عبدالبصير حبيبي وايي، د واورې ورېدنې له كبله يې د سالنګ لويه لار په موقت ډول د باروړونكو موټرونو پرمخ تړلې او نور موټرونه پرې د تګ راتګ اجازه لري.
هغه نن كليد ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په جنوبي سالنګ كې شاوخوا يو متر او په شمالي سالنګ كې شاوخوا ۵۰ سانتي متره واوره ورېدلې ده.

نویسنده: mayar
15 مرغومی 1397

د حبيبي په وينا، په شمالي سالنګ كې اوس هم واوره ورېږي، خو په جنوبي سالنګ كې درېدلې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول له موټر چلوونكو غواړي، چې د سالنګ پر لويې لارې د تګ په وخت له ځانونو سره كافي اړين توكي ولري.
حبيبي زياته كړه، د يادې لارې په اوږدو كې له ټولو امكاناتو سره د ژغورنې يا بېړني كورونه موجود دي او هېوادوال كولاى شي له ستونزې سره د مخ كېدو په مهال هلته پناه يوسي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې د مسوول په خبره، اوس مهال د سالنګ پر لويه لار د واورې ښويېدنې خطر موجود نه دى، خو كه واوره ورېدنه دوام پيدا كړي، ښايي برفكوچونه رامنځته شي.
په ژمي کې پر دې لار، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېره شوې، تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي او حتى ځينې وخت خلكو ته په كې مرګ ژوبله هم اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA