د اسيا د فوټبال جام سيالۍ نن ماخوستن په متحده عربي اماراتو پيلېږي او د راتلونكې فبروري مياشتې په لومړۍ نېټه به يې پايلوبه ترسره شي.
لومړۍ لوبه د متحده عربي اماراتو او بحرين د لوبډلو ترمنځ كېږي.
د سږ کال د فوټبال د اسيا جام لوبې تر پخوانيو سياليو پراخې دي او په کې د ګډون کوونکو لوبډلو شمېر له ۱۶، ۲۴ ته لوړ شوى دى.
ايران، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان هم دا ځل د اسيا جام په سياليو کې ګډون لري.
د ۲۰۱۵م ميلادي کال د اسيا جام اسټراليا ګټلى و او د سږ کال په سياليو کې د جاپان لوبډله تر ټولو مخكښه بلل کېږي.
د فوټبال نړيوال فدراسيون بيا د ايران لوبډله هم له هغو لوبډلو څخه يادوي، چې د جام احتمالي ګټونکې ثابتېداى شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ