يو تاجكستانى سرتېرى د نشه يي توكو له قاچاق وړونكو سره په نښته كې وژل شوى

يو تاجكستانى سرحدي سرتېرى د نشه يي توكو له قاچاق وړونكو سره په نښته كې وژل شوى دى.
د تاجكستان يوه امنيتي چارواكي پرون وويل، دغه سرتېرى د يوه تاجكي چوپان د پيدا كولو په هدف د دې هېواد د سرحدي ځواكونو د عملياتو په مهال ووژل شو.