ads

په خوست کې د خبريال احمدشاه وژونکي په سزا محکوم شول

په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې محکمې په خوست ولایت کې د بي بي سي او کليد راډيو ګانو د وژل شوي خبریال احمد شاه وژونکي په سزا محکوم کړي دي.

نویسنده: mayar
13 مرغومی 1397
په خوست کې د خبريال احمدشاه وژونکي په سزا محکوم شول

په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې محکمې په خوست ولایت کې د بي بي سي او کليد راډيو ګانو د وژل شوي خبریال احمد شاه وژونکي په سزا محکوم کړي دي.
په دې درېیو تورنو کسانو کې یو تن په اعدام محکوم شوی، دویم کس په ۳۰ کاله بند او درېیم کس په ۶ کاله بند محکوم شوی.
احمد شاه د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په دېرشمه نېټه په خوست کې د یو شمېر وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.
افغان چارواکو تر دې پېښې وروسته یو شمېر کسان د هغه د وژنې په تور نیولي وو او قضیه یې په یوه ځانګړې محکمه کې روانه وه.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، دا له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښو ته د رسېدو لپاره د حکومت او لویې څارنوالۍ کلک هوډ ښيي. ”
احمدشاه تر وژل کېدو وړاندې له يوه کال راهيسې له بي بي سي سره کار کاوه خو تر هغه وړاندې د څو کلونو لپآره په خوست کې د کليد راډيو سيمه‌ييز خبريال و.
احمد شاه د وژل کېدو پر وخت ۲۹ کلنه و، کوژده يې وکړه، خو کوژدنه یې و نه لیده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA