ads

د سرپل چارواکو د دې ولايت د احتمالي سقوط په تړاو خبرداری ورکړ

د سرپل ولایت ځايي چارواکي وایي وسله والو طالبانو د سرپل پر څو سیمو بریدونه کړي دي او ددغه ولایت مرکز یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.

نویسنده: mayar
13 مرغومی 1397
د سرپل چارواکو د دې ولايت د احتمالي سقوط په تړاو خبرداری ورکړ

د سرپل ولایت ځايي چارواکي وایي وسله والو طالبانو د سرپل پر څو سیمو بریدونه کړي دي او ددغه ولایت مرکز یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د صیاد ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او هلته یې ۲۱ افغان سرتېري ووژل.
دده په وینا دمګړی د سرپل مرکز له سخت ګواښ سره مخ دی او که مرستې ور و نه رسېږي نو ښايي سقوط وکړي. د اماني په وینا مرکز ته یې په دې اړه خبر ورکړی دی، مرستندویه ځواکونه یې ترې غوښتي دي، خو دوی یې تر اوسه غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA