ads

پاکستان د هند دوې بې پيلوټه الوتکې ويشتلې دي

پاکستان ادعا کوي چې په کشمیر کې یې د هند دوې بې پيلوټه الوتکې وېشتلې دي. د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور وايي چې یوه الوتکه یې پرون او بله يې د سه شنبې په ورځ وېشتلې ده.

نویسنده: mayar
13 مرغومی 1397
پاکستان د هند دوې بې پيلوټه الوتکې ويشتلې دي

پاکستان ادعا کوي چې په کشمیر کې یې د هند دوې بې پيلوټه الوتکې وېشتلې دي. د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور وايي چې یوه الوتکه یې پرون او بله يې د سه شنبې په ورځ وېشتلې ده.
د ده په خبره د یادو الوتکو ټوټې له دوی سره دي. هند بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. آصف غفور وایي په کشمیر کې د هند ټول حرکات څاري او د تخلف په صورت کې به پر هندي ځواکونو بریدونه کوي.
پاکستان داسې مهال دغه ادعا کوي، چې تېره ورځ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پاکستان یو نه اصلاح کېدونکی هېواد وباله.
ده په خپله مرکه کې ویلي وو، پاکستان سره جګړه هم ګټوره نه ده، ځکه دغه هېواد نه په جګړه او نه هم په خبرو اصلاح کېږي.
یادو څرګندونو په پاکستان کې غبرګونونه راپارولی دی. پاکستاني چارواکي او مبصرین دغه خبرې پاکستان ته سپکاوی بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA