ads

په پكتيكا كې د چاودنې له كبله اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پكتيكا په مركز ښرنه كې د دوشنبې په ورځ ماسپښين مهال موټرسايكل بم چاودنې اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: mayar
11 مرغومی 1397
په پكتيكا كې د چاودنې له كبله اوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پكتيكا په مركز ښرنه كې د دوشنبې په ورځ ماسپښين مهال موټرسايكل بم چاودنې اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين كليد ته وويل، د يادې چاودنې له كبله يو ملكي وګړى وژل شوى، پنځه ملكي وګړي او يو پوليس ټپيان دي.
خو د ښرنې د ملکي روغتون يوه سرچينه وايي، د پېښې له ځايه ورته دوه جسدونه او پنځه ټپيان وروړل شوي دي.
د يوه عيني شاهد په وينا، چاودنه هغه وخت وشوه، كله چې سيمه ييز پوليس تر ډوډۍ خوړولو وروسته له يوه هوټله را ووتل.
د چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو منلى او په كې يې اوو سيمه ييزو پوليسو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې وړمه ورځ هم د پكتيكا د مركز ښرنې په مسواس سيمه کې دوه پوليس د طالبانو په کمين کې وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA