مشهور افغان ورو توپ اچوونكي راشد خان په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې د كركټ په يو ورځنيو او ۲۰ اوريزو لوبو كې د تر ټولو ډېرو وېكټو اخيستو ريكارډونه په خپل نوم كړل.
نوموړي په ۲۰ يو ورځنيو نړيوالو لوبو كې تر ټولو ډېرې ۴۸ وېکټې ترلاسه کړې دي.
په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې د راشد خان ترڅنګ د ډېرو وېکټو اخيستونکو په لېست کې د هند کولديپ يادېو دوهم، د انګلستان عادل رشيد درېيم او د افغانستان مجيب الرحمان څلورم نمبر دى.
همدارنګه راشد خان د ۲۰۱۸م كال هغه لوبغاړى شو، چې په ۶۱، ۲۰ اوريزو لوبو كې يې تر ټولو زياتې ۹۶ وېکټې اخيستې دي.
له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې هم راشد خان په ۵۶ ۲۰ اوريزو سياليو كې د ۸۰ وېکټو په ترلاسه کولو سره د دغه کال د ډېرو وېکټو اخيستونکى لوبغاړى و.
نوموړي تر دې مهاله ټولې ۱۴۲، ۲۰ اوريزې سيالۍ کړې او ۲۱۴ وېکټې يې اخيستې دي، همداراز يې ۵۲ يو ورځنۍ لوبې کړې او ۱۱۸ وېکټې يې ترلاسه كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ