ads

په ټوکيو کې پر خلکو د موټر خېژولو په پېښه کې اته تنه ټپيان شوي

د جاپان پوليس وايي، په ټوکيو کې يوه کس پر پليو خلکو خپل موټر خېژولی او اته تنه يې ټپيان کړي دي.

نویسنده: mayar
11 مرغومی 1397
په ټوکيو کې پر خلکو د موټر خېژولو په پېښه کې اته تنه ټپيان شوي

د جاپان پوليس وايي، په ټوکيو کې يوه کس پر پليو خلکو خپل موټر خېژولی او اته تنه يې ټپيان کړي دي.
راپورونه وايي، دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې او تروريستي پېښې ته ورته ده.
موټر چلوونکي خپل موټر له سړکه ۱۳۰ متره لرې ايستلی او هڅه يې کړې خلک پرې ووهي.
پوليسو ويلي، په لومړيو کې موټر چلوونکي هڅه وکړه د پېښې له ځايه وتښتي، خو لږ وروسته ونيول شو.
د دوى په خبره، موټر چلوونکى اوسمهال په توقيف خونه کې دی او داسې څرګندونې يې کړې، چې ښيي د ترهګريزې پېښې انګېزه يې لرله.
په هغه سيمه کې، چې دا پېښه رامنځته شوې، د نوي ميلادي کال مراسم ترسره کېدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA