د روسيې په پايتخت مسکو کې د نوي ميلادي کال د نمانځنې په مراسمو کې د ګڼې ګوڼې له کبله يو پل غورځېدلی او په دې پېښه کې ۱۳ تنه ټپيان شوي دي.
د پېښې د ځاى خپاره شوي انځورونه ښيي، چې خلک د نوي کال د راتګ له کبله پر دغه لرګين پل د خوښۍ څرګندونه او ګډا کوي، خو يودم پل ماتېږي او خلک پنځه متره لاندې غورځېږي.
د پېښې د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.


