ads

له سوريې د امريكايي ځواكونو د ايستلو مهالوېش څلور مياشتې وغځول شو

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له سوريې د خپلو ځواکونو د ايستلو مهالوېش څلور مياشتې وغځاوه

نویسنده: mayar
11 مرغومی 1397
له سوريې د امريكايي ځواكونو د ايستلو مهالوېش څلور مياشتې وغځول شو

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له سوريې د خپلو ځواکونو د ايستلو مهالوېش څلور مياشتې وغځاوه
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ پنټاګون ته فرصت ورکړی، ترڅو په راتلونکو څلورو مياشتو کې له سوريې خپل پاتې ځواکونه وباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې هغه تر دې وړاندې پنټاګون ته يوازې ۳۰ ورځې وخت ورکړی و، چې له سوريې خپل ځواکونه بهر كړي.
ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، له سوريې به وتل په ارامۍ ترسره شي.
نوموړي ټينګار کړی، که چېرې د ده پر ځای بل چا دا کار کړی وای، ښايي اوس اتل بلل شوی وای.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA