د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون وايي، پيونګيانګ غواړي له جنوبي كوريا سره اوسنی اوربند د سولې په يوه رسمي هوکړه ليک بدل کړي او دغه راز له امريکا سره هم د ښو اړيکو غوښتونکی دی، خو نوموړي خبرداری ورکړ، که متحده ايالات له نړۍ سره پر خپلو كړو ژمنو عمل ونه کړي، شمالي کوريا به نوې لاره غوره کړي.
د ده په وينا، واشنګټن بايد خپل تېر عادتونه هېر کړي او د زور او فشار لاره پرېږدي، که نه نو پيونګيانګ به اړ شي، چې له خپلو ملي ګټو د دفاع په هدف هر هغه څه ترسره کړي، چې مناسب يې ګڼي.
کيم په ټلويزيوني وينا کې خپل خلک هم مخاطب کړل او ورته يې ډاډ ورکړ، چې شمالي کوريا به د پوځي پياوړتيا په لور له خپل روان سفره وانه وړي، ځکه له پوځي ځواك پرته سوله اغېز نه شي لرلی.


