ads

د پکتيا د ولسي جرګې ټاکنو لومړۍ پايلې اعلان شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د پكتيا د ولسي جرګې ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان كړې.

نویسنده: mayar
10 مرغومی 1397
د پکتيا د ولسي جرګې ټاکنو لومړۍ پايلې اعلان شوې

د ټاكنو خپلواك كمېسيون د پكتيا د ولسي جرګې ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان كړې.
د دغه كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد تېر ماښام په يوه خبري غونډه كې وويل، د لومړنيو پايلو پر بنسټ په پكتيا كې محمد نواب منګل، يار باز خان حميدي، محمد ابراهيم غښتلي، سيد حسن ګردېزي او راضيې سعادت منګل له نورو كانديدانو زياتې رايې ګټلې دي.
د نوموړي په خبره، د كابل او بغلان ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو لومړنۍ پايلې به هم ژر اعلان كړي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون لخوا تراوسه د ۳۱ ولايتونو اعلان شوې لومړنۍ پايلې ښيي، چې ولسي جرګې ته ډېرى نويو او ځوانو څېرو لار موندلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA