د امريکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دفتر رئيس جان کېلي، چې په پام کې ده ډېر ژر خپله دنده پرېږدي، څو ځلې خپلو مرستيالانو ته ويلي، چې ټرمپ د دې دندې وړ نه دی.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټرمپ د دفتر رئيس هغه يو ناپوه انسان ګڼي.
د کېلي په وينا، څو ځلې يې خپله ټرمپ ته هم ويلي، چې د ده دنده د نړۍ تر ټولو سخته دنده ده او دا د هر چا د وسې کار نه دی.
نوموړي په وروستيو کې له لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې د امريكا د جمهور رئيس پر سياست په ځانګړي ډول له مکسيکو سره د دېوال پر جوړولو نيوکې کړې دي.


