ads

په لمن کې نوښتونه

خالد د ډېرو پانګهوالو پر خلاف په افغانستان کې پانګونې ته ډېر لېواله دی. نوموړي له ۲۰۰۴میلادي کال راهیسې په افغانستان کې پانګونه کړې او له خپل کاروباره خورا خوشحاله بريښي.

نویسنده: mayar
9 مرغومی 1397
په لمن کې نوښتونه

خالد د ډېرو پانګهوالو پر خلاف په افغانستان کې پانګونې ته ډېر لېواله دی. نوموړي له ۲۰۰۴میلادي کال راهیسې په افغانستان کې پانګونه کړې او له خپل کاروباره خورا خوشحاله بريښي.
خالد د لمن په نوم یو شرکت پرانستی دی او له دې لارې یې افغاني جامو ته نوی مخ او نوم وربښلی دی. لمن شرکت افغاني جامې په غربي بڼه، خو د افغانانو په هنرمندو ګوتو، افغان تخليقي ذهن او په افغان پېژندل شوي مارک جوړوي او خلکو ته یې عرضه کوي.
د لمن شرکت بنسټګر، خالد په انګلستان کې د جامو د موډ او فېشن په برخه کې زدهکړې کړې دي او له همدې کبله ده چې دا شرکت ورځ تر بلې غوړېږي. د دې شرکت پر توليداتو د افغانانو باور هغه وخت لا نور هم پسې زيات شو چې په کابل کې د يوه خصوصي ټلویزيون د افغان ستوري په خپرونه کې یو شمېر افغان پېغلې له ښايسته جبين سره راڅرګندې شوې، وپېژندل شوې او ښې وځلېدې.
د لمن شرکت د جامو د توليد برخې مسووله راحبه رحيمي د شرکت بنسټګر د هڅو ستاینه کوي. نوموړې وايي چې اوږدمهاله جګړو د ټولنې فرهنګي برخه خورا زیاته زيانمنه كړې ده؛ نو دوی د دغې برخې د رغون په خاطر هڅه وکړه چې په نوښت لاس پورې کړي: « موږ هڅه وکړه چې د دغې کمپنۍ یا شرکت له لارې په نوې بڼه د افغاني جامو په جوړولو سره د خپل ګران هېواد د فرهنګ یوه برخه بېرته راژوندۍ کړو.»
لمن شرکت د خپل كار په پيل كې يوازې د نارينهوو لهپاره درېشۍ جوړولې، ځكه د شرکت بنسټاېښودونکی خالد دې ته ليوال وو چې په ټولنه کې د درېشۍ اغوستل بېرته دود کاندي. خو په دې منځ کې ځينو پېرونكو به د ښځينه جامو وړانديز هم کاوه او فرمایشونه به یې ورکول. مېرمن راحبه په دې اړه وايي: «موږ په دې هڅه كې شوو چې افغاني توليداتو ته پراختيا وركړو او خپل كار په نوې بڼه ټولنې او نړيوالو ته ور وپېژنو؛ نو ځکه مو د ښځو وړاندیزونه هم په پوره غور واورېدل او اقدام مو وکړ.»
د لمن شرکت مشتريان او پېرونکي د جامو د ګنډلو لهپاره خپلې طرحې او وړاندیزونه لري او يا هم د دې كمپنۍ د ډيزاينونو له مخې جامې انتخابوي. همداراز دا شرکت د وړانديزونو لهپاره خپله ځانګړې فېسبوكپاڼه هم لري او د جامو بېلابېل مینهوال له همدغې لارې شرکت ته د خپلې خوښې جامو فرمایش ورکوي.
په لمن شرکت کې ټول ټال ۱۲تنه ښځې په کار بوختې دي. له دغې ډلې ۵تنه یې په شرکت کې دننه د خیاطۍ او ګنډلو چارې مخته وړي او پاتې نورې بیا له شرکت څخه دباندې د شرکت له داخلي غړو سره همکاري کوي.
د لمن شرکت د جامو د توليد او اوبدلو برخې مسووله راحبه رحيمي زیاتوي چې افغانې ښځې د سوداګرۍ په برخه كې خپلې ستونزې لري، خو له دې سره سره هم دوی هڅه کوي چې دا صنعت پراخ کاندي. راحبه وايي د افغان ښځو تر ټولو عمده ستونزه دا ده چې توکو ته اسانه لاسرسی نهلري، حال دا چې د نورې نړۍ ښځو ته په هره برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته شوې دي: « د افغان ښځو ستونزې زیاتې دي، دا به ډېر وخت وغواړي چې موږ په ټولو ستونزو برلاسې شو او پراخه سوداګري او کاروبار ولرو.» راحبه زیاتوي چې افغاني ټولنه په پراخه کچه نوښتونو او تخلیقي ذهنونو ته اړتیا لري: « که چېرې په دې برخه کې پرمختګ وکړو، نو داسې څه به تولید کړو چې په نړۍ کې بېساري او ښه بازار ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA