ads

لاجورد لاره؛ د افغان سوداګرۍ نوی فصل

جمهور رئیس اشرف غني د ډسمبر په ۱۳مه په هرات کې د لاجوردو لارې په پرانستغونډه کې وویل، د دې لارې پرانسته په دې معنا نهده چې له جنوبي اسیا سره لارې بندې شي، بلکې هدف دا دی چې جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا او اروپا سره ونښلوو.

نویسنده: mayar
9 مرغومی 1397

جمهور رئیس اشرف غني د ډسمبر په ۱۳مه په هرات کې د لاجوردو لارې په پرانستغونډه کې وویل، د دې لارې پرانسته په دې معنا نهده چې له جنوبي اسیا سره لارې بندې شي، بلکې هدف دا دی چې جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا او اروپا سره ونښلوو.
له دې مخکې تر ډېره افغانستان د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې له نورې نړۍ سره ټرانزیټ سوداګري درلوده. خو اشرف غني غونډې ته په وینا کې وویل، درې یا څلور کاله مخکې خلکو ګواښلو چې که دا یا هغه سړک بند کړو له لوږې به مړه شئ، خو اوس افغانستان نښلېدلی دی.
داسې ښکارېده چې د جمهور رئیس اشاره دې پاکستان ته وي. ځکه له پاکستان سره په ټرانزيټي برخه کې د ستونزو پر وخت لارې تړل کېدې او د افغان سوداګرو مالونه به په کراچۍ بندر کې په میاشتو میاشتو پاتې وو.
جمهور رئیس اشرف غني همداراز وویل چې یوازې د لاجوردو لار په پرانستو بسنه نهکوي، بلکې دغسې لسګونه نورې لارې به هم پرانستل شي. لاجورد لاره د منځنۍ اسیا هېوادونو په منځ کې تېرېږي، ترکیې ته لار وباسي او ازادو اوبو ته رسېږي. د دې لارې د جوړېدو تړون د ۲۰۱۷میلادي کال د نوامبر په ۱۵مه د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان، ازربایجان او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو په عشقاباد کې امضا کړ.
د افغانستان د ټرانزیټي او سوداګرۍ اسانتیاوو لوی مشر ډاکټر سید یحیا اخلاقي بي بي سي ته ویلي چې د لاجوردو لار په پرانستې سره افغانستان د څلورو هېوادونو له لارې له اروپا سره نښلي: “د افغانستان بهرنۍ سوداګري پراخوي او بهرنۍ سوداګرۍ کې انډول راولي.” دا مهمه ټرانزیټي لار د هرات له تورغونډۍ او د فاریاب له اقینې بندرونو څخه پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته سر وباسي. دا لاره د کراچۍ بندر په پرتله ډېرې ښېګڼې لري. جمهور رئیس اشرف غني له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کړې چې د پاکستان او ایران پر ځای د افغانستان د صادراتو او وارداتو لهپاره نوې او بدیلې لارې ولټوي. لاجوردو لاره له همدغو بدیلو لارو ځنې ده.
جمهور رئیس اشرغني مخکې ویلي وو چې د لاجوردو له لارې به افغانستان له اروپا سره اتیا په سلو کې صادرات او واردات ولري. ویل کېږي افغان سوداګر د کراچۍ په پرتله په کم وخت او کم لګښت سره خپل توکي له دې لارې لېږدولی شي. چارواکي وایي، د کراچۍ بندر پرتله، له دې لارې اروپا ته د صادراتي توکو د لیږدولو چاره به درې یا څلور ورځې کم وخت اخلي. همداراز هره لارۍ به د کراچۍ بندر پر تله، له دې لارې په دوه نیم یا درې زره ډالره کم لګښت رسیږي. خو دا لاره ولې لاجورد نومېږي؟ افغان چارواکي وايي، نږدې دوه زره کاله وړاندې هم د بدخشان لاجورد له دې لارې اروپا ته رسېدل، ځکه دا نوم ورکړل شوی دی. اشرف غني د لاجوردو لار غونډې ته په وینا کې دا هم وویل چې ولې دې لارې ته لاجورد نوم ورکړل شوی دی. د هغه په خبره، لاجورد لار څلور زره کاله پخوا ایجاده شوې وه: “څلور زره کاله مخکې د بدخشان لاجورد له دې لارې مصر او هندوستان ته تلل او د ورېښمو لار دوه زره کاله مخکې جوړه شوه.”
د ارګ وېبپاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، د دې لار بیارغول افغانستان او جنوبي اسیا په لنډه او ارزانه لار له اروپا، منځني ختیځ او د افریقا له شمال سره نښلوي. چارواکي دا هم وايي چې د لارې په اوږدو کې د ټولو ټرانزيټي اسانتیاوو لهپاره پټلۍ او نوي بندرونه جوړېږي.
منتقدین وايي چې د دغې لارې رغول د اسیا په ټرانزیټي او سوداګریزې څلور لارې د افغانستان په بدلولو کې مهم ګام دی.
له هرات ولایت څخه د کلید خبریاله سمیه وليزاده د لاجوردو لار د پرانستې پرمهال د جمهور رئیس د خوښۍ په اړه د نوموړي یو نقل قول داسې راخستی دی: ” نن افغانستان په یوه صادراتي هېواد بدل شو او ټول خنډونه مو پسې واخستل.” د جمهور رئیس په خبره افغانستان نور له انزوا څخه راوتی او په اسانه کولای شي خپل صادراتي توکي اروپا ته ورسوي. اشرف غني وویل:” ډېر ژر به د افغانستان انګور، زعفران، مرمر ډبرې، انار او نورې مېوې د نړۍ بازارونو ته ورسېږي.”
د یادونې وړ ده چې د لارې پرانستلو په وخت کې لس لارۍ د ترکیې په لور وخوځېدې. د چارواکو د معلوماتو له مخې په دغو لاریو کې ۸۳ټنه مالوچ، ۲۳ټنه کشمش، ۲۶ټنه د هنډواڼې زړي او ۲،۵ ټنه کونځلې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA