ads

د کرکټ نړيوال جام له افغانستانه بېرته اماراتو ته يووړل شو

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ نړيوال جام په افغانستان كې له څلورو ورځو تېرولو وروسته بېرته متحده عربي اماراتو ته يووړل شو.

نویسنده: mayar
9 مرغومی 1397
د کرکټ نړيوال جام له افغانستانه بېرته اماراتو ته يووړل شو

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ نړيوال جام په افغانستان كې له څلورو ورځو تېرولو وروسته بېرته متحده عربي اماراتو ته يووړل شو.
دا جام، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو كابل ته راوړل شوى و، پرون له غرمې وروسته بېرته ياد هېواد ته ولېږدول شو.
افغانانو په كابل، باميان، هرات او كندهار ولايتونو كې د كركټ د نړيوال جام تود هركلى وكړ او هيله يې څرګنده كړه، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله يوه ورځ د دغه جام په ګټلو سره خپلو هېوادوالو ته وياړ ور وبښي.
د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ لوبې د دې كال د مې مياشتې په ۳۰مه نېټه پيلېږي او د جولاى مياشتې تر ۱۴مې نېټې دوام كوي.
د افغانستان په ګډون به د لسو هېوادونو لوبډلې په ياده موده كې په انګلستان او والز هېوادونو كې ۴۸ لوبې وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA