97
۹ مرغومی ۱۳۹۷
لیکونکی: شيرين

د کرنې له کارپوهانو سره د بزګرو د اړیکو لومړنی مرکز

د لومړي ځل لهپاره د کرنې په وزارت کې د کرنې له کارپوهانو سره د بزګرو د اړیکو مرکز پرانستل شو.
د دغه مرکز له لارې د افغانستان ټول بزګر د کرنې له کارپوهانو سره اړیکه نیولی شي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني وايي چې د کرنې له کارپوهانو سره د اړیکې په خاطر یې بزګرو ته یوه شمېره هم ځانګړې کړې ده: « له دې وروسته د هېواد ټول بزګر کولای شي چې له ۱۵۰شمېرې سره اړیکه ونیسي او د کرنې وزارت له کرنیزو کارپوهانو سره خبرې وکړې.»
د کرنې وزیر د معلوماتو له مخې کارپوهان به بزګرو ته د کرنیزو چارو په برخه کې اړینې سلامشورې ورکوي او بالمقابل د هغوی نظرونه به اوري. د کرنې وزیر وايي چې دغه اړیکې د بزګرو لهپاره وړیا دي او هېڅ لګښت ورباندې نهراځي: «همداراز د کرنې برخې کارپوهان هم په هره ژبه او لهجه چې بزګر ورته اړتیا ولري، معلومات او سلامشورې شریکوي.»
د کرنې وزیر په وینا، بزګرو ته د پوهاوي ورکړه د کرنې د ودې بنسټ جوړوي او د همدې لهپاره دوی هڅه کوي چې وخت پر وخت د بزګرو پوهاوی لوړ کړي: « زما په فکر تر څو چې خپلو بزګرانو ته پوهاوی ورنهکړو او د کرنیزو چارو نوي سیستمونه دوی ته ونهښیو، د کرنې وده او پرمختګ ناشونی دی.» د کرنې وزیر وايي، په هغو سیمو کې چې دوی د ترویج په هدف رسیدګي نهشي کولای، تر ټولو ښه لاره چار دا ده چې د برنامو د ترویجولو او پوښښ لهپاره د کرنې له برېښنايي سیستم څخه ګټه واخستل شي: « اوس چې موږ دا مرکز پرانستی دی، خپل دغه هدف ته حتماً رسېږو.»
د کرنې وزیر نصیراحمد دراني همداراز وايي چې دا بهیر به د بزګرو د چټک او ګړندي پرمختګ لهپاره زمینه برابره کړي:« د هېواد د لرې پرتو سیمو بزګر کولای شي چې کابو تر یوه ساعته پورې په وړیا توګه له دغه مرکز سره اړیکه ونیسي او خپلې ستونزې اوارې کړي، دا یو ډول چټک او ګړندی پرمختګ دی.» د کرنې وزیر همداراز ژمنه وکړه چې د کرنې د ودې او بزګرو د پوهاوي کچې لوړولو په خاطر به نور سیستمونه هم رامنځ ته کړي: « د مشرانو جرګې له راډیو- ټلویزیون سره مو هوکړه کړې، په پام کې ده چې د مشرانو جرګې راډیو -ټلویزیون هره ورځ د څلورو ساعتونو لهپاره خپلې خپرونې د کرنې وزارت په واک کې ورکړي.»
بل لور ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي وايي چې د کرنې په برخه کې له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه ګټه اخستل د خورا اهمیت وړ ګام دی. د مخابراتو وزیر وویل چې دوی د کرنې د ودې په هدف له مخابراتي ټکنالوژۍ څخه د ګټه اخستلو په برخه کې له کرنې وزارت سره په پوره توګه همکار دي: « د مخابراتو وزارت د ټکنالوژۍ پنځهکلنه ستراتیژي جوړه کړې چې د برېښنايي کرنې خدمتونه یې مهمه برخه جوړوي.» د کرنې او کلیو پراختیا په برخه کې د جمهور رئیس ستر سلاکار عبدالحمید هلمندي هم د کرنې ودې او بزګرو پوهاوي د لوړولو په پار د نویو سیستمونو رامنځ ته کېدل له اهمیته ډک بولي. هلمندي زیاته کړه چې د بزګرو پوهاوی به په ټوله کې د هېواد د کرنیز تولید عواید په بېسارې کچه لوړ کړي: « د بزګرو پوهاوی ډېر مهم دی او دا د ټکنالوژۍ پرمټ شونی دی، د بزګرو پوهاوی د بزګرو خپل عاید هم خورا ډېر لوړوي.»

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *