ads

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړيوال جام افغانستان ته راورسېد

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوالو سياليو جام نن سهار د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرايوي ريیس شفيق ستانکزي له لوري افغانستان ته راوړل شو او په هوايي ډګر کې يې چارواکو، ملي لوبغاړو او خلکو هرکلی وکړ.

نویسنده: mayar
5 مرغومی 1397
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړيوال جام افغانستان ته راورسېد

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوالو سياليو جام نن سهار د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرايوي ريیس شفيق ستانکزي له لوري افغانستان ته راوړل شو او په هوايي ډګر کې يې چارواکو، ملي لوبغاړو او خلکو هرکلی وکړ.
د ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزي کابل ته د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړيوال جام د رسېدو په مهال وویل، لومړۍ بريا همدا دا ده چې جام افغانستان ته راوړل شو او دوهمه بريا د دغه جام ګټل دي چې دوی هڅه کوي هغې ته هم ورسېږي.
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوالو سياليو جام يا ټرافي ټولو هغو هېوادونو ته لېږل کېږي چې دې سياليو ته يې لاره موندلې.
افغانستان هم د هغو لسو هېوادونو له ډلې دی چې په انګلستان کې به د ۲۰۱۹ کال په نړيوالو سياليو کې برخه اخلي.
ټاکل شوې د کرکټ نړيوال جام له کابل وروسته باميان، بيا هرات او وروسته کندهار ته ولېږل شي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA