د غزني ولايتي چارواكي وايي، په دې ولايت كې د وسله والو طالبانو له لوري يوه ځاى پر ځاى شوي ماين د ملكي وګړو پر يوه ټونس ډوله موټر چاودنه كړې، چې له كبله يې اووه كسان وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا پېښه تېره ورځ د ده يك ولسوالۍ په مربوطاتو كې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، وژل شوي كسان د پكتيكا ولايت اوسېدونكي وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.