د سوډان د بهرنيو چارو وزارت په دغه هېواد كې د كويټ سفير بسام محمد مبارک القنبدي له دې كبله احضار كړ، چې له خپلو هېوادوالو يې سوډان ته د سفر نه كولو او د دغه هېواد د خاورې پرېښودلو غوښتنه كړې وه.
خو نوموړي ويلي، دا غوښتنه يې سياسي نه ده، بلكې په سوډان كې يې د ناامنۍ له كبله وكړه.
بل پلو په سوډان كې د سعودي عربستان سفارت هم له خپلو اتباعو غوښتي، چې هلته د روانو لاريونونو سيمو ته نېږدې نه شي.
ګڼ شمېر سوډانيانو له تېرې چهارشنبې ورځې راهيسې په خپل هېواد كې د توكو د بيو لوړېدو له كبله لاريونونه پيل كړي او حكومت ضد شعارونه وركوي.
راپورونه وايي، د سوډان په ۲۸ ښارونو كې خلك را پاڅېدلي او تر دې دمه له ۲۲ تر ۲۸ اعتراض كوونكي د دولتي ځواكونو په ډزو وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


