يوه بريتانوي چارواكي په اروپايي هېوادونو كې پر هوايي سفر كوونكو مسافرو د القاعده شبكې د بريدونو خبردارى وركړى دى.
د بريتانيا د اقتصادي جرمونو او امنيتي چارو د وزير مرستيال بن والاس له سنډې ټايمز ورځپاڼې سره په مركه كې ويلي، القاعده ډله اوس هم د تروريستي بريدونو د ترسره كولو هڅه كوي او غواړي مسافر وړونكو الوتكو ته سقوط وركړي.
هغه هوايي شركتونو ته دا ګواښ جدي بللى دى.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې كړي، چې تېره چهارشنبې ناوخته د بې پيلوټه الوتكو د ناقانونه كارونې له كبله د لندن په ګاټويک هوايي ډګر کې د ټرافيکو جريان ګډوډ او سلګونه الوتنې لغوه شوې.
پوليسو د دغه كار په تړاو د دوو كسانو د نيولو خبر وركړى دى.


