د هرات امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت پر يوې امنيتي پوستې د وسله وال بريد په ترڅ كې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، دوو وسله والو كسانو نن سهار د ولايت د مركز د لسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ.
د نوموړي په خبره، وسله وال كسان تر بريد وروسته له سيمې وتښتېدل.
د هرات د امنيه قوماندانۍ په وينا، د بريد كوونكو د پېژندلو او نيولو هڅې روانې دي.
د پېښې مسووليت تر دې دمه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ