د سرپل په سوزمه قلعه ولسوالۍ كې يوې كوژدې شوې نجلۍ ځانوژنه كړې ده.
د دې ولايت د والي وياند ذبيح الله اماني كليد ته وويل، دا نجلۍ آزاده نومېده، ۱۸ كلنه وه او تېره ورځ يې د موږك وژونكو درملو په خوړلو سره خپل ژوند ته د پاى ټكى كېښود.
د هغه په وينا، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دغې نجلۍ په تركيه كې له خپل مېشت كوژدن سره د ټيليفوني خبرو په مهال تر لفظي شخړې وروسته پر دې كار لاس پورې كړى دى.
د يادې نجلۍ جسد د سرپل له ملكي روغتونه د هغې كورنۍ ته وسپارل شو.
دا په داسې حال كې ده، چې په هېواد كې د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه تل له واده مخكې د دواړو لورو پر هوكړې ټينګار كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ