ads

په انډونيزيا كې د سونامي له کبله سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د انډونيزيا په لوېديځو سواحلو سوماترا او جاوه کې د سونامي له کبله تر دې مهاله لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي، نېږدې ۶۰۰ نور ټپيان او يو شمېر لادرکه دي.

نویسنده: mayar
2 مرغومی 1397
په انډونيزيا كې د سونامي له کبله سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د انډونيزيا په لوېديځو سواحلو سوماترا او جاوه کې د سونامي له کبله تر دې مهاله لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي، نېږدې ۶۰۰ نور ټپيان او يو شمېر لادرکه دي.
دغه سونامي نن سهار وختي داسې مهال، چې ډېری خلک ويده وو، رامنځته شوه او له همدې کبله يې مرګ ژوبله هم ډېره ده.
دا سونامي د انک کراکتوا اور غورځوونکي غره له اور غورځونې وروسته رامنځته شوه.
سيمه ييز چارواکي وايي، له سونامي سره زلزله هم وه او د اوبو لوړو څپو ځينې كورونه په بشپړ ډول ډوب كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA