ads

سيول د شمالي کوريا درې کښتۍ چلوونکي پيونګيانګ ته وسپارل

د جنوبي کوريا د يووالي وزارت اعلان وکړ، د دې هېواد سمندري ځواکونو د شمالي کوريا هغه درې کښتۍ چلوونکي، چې كښتۍ يې په ختيځ سمندر کې له يوې پېښې سره مخ شوه، وژغورل او پيونګيانګ ته يې وسپارل.

نویسنده: mayar
2 مرغومی 1397
سيول د شمالي کوريا درې کښتۍ چلوونکي پيونګيانګ ته وسپارل

د جنوبي کوريا د يووالي وزارت اعلان وکړ، د دې هېواد سمندري ځواکونو د شمالي کوريا هغه درې کښتۍ چلوونکي، چې كښتۍ يې په ختيځ سمندر کې له يوې پېښې سره مخ شوه، وژغورل او پيونګيانګ ته يې وسپارل.
د ياد وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ رامنځته شوه.
د خبرپاڼې له مخې، څلورم کښتۍ چلوونکی ونه ژغورل شو او د هغه جسد يې هم شمالي کوريا ته سپارلی دی.
جنوبي کوريا د دې کښتۍ د ډوبېدو د پېښې په تړاو ډېر جزيات نه دي ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA