افغانستان ښايي له غوراوي سياليو پرته نړيوال جام ته لار ومومي

که تر راتلونکو اتو ورځو افغانستان د كركټ د ۲۰ اوريزو لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې تر لسم مقام شا ته رانه شي، نو په لومړي ځل به د ۲۰۲۰م ميلادي کال د ۲۰ اوريزو لوبو نړيوال جام ته د غوراوي له سياليو پرته لار ومومي.