ads

اردوغان د فلسطين له مسئلې د ترکيې پر ملاتړ ټينګار وكړ

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د فلسطين د کورواکې ادارې له مشر محمود عباس سره ټيليفوني خبرې کړي او ټينګار يې کړی، چې دا هېواد د فلسطين د مسئلې ملاتړ کوي.

نویسنده: mayar
2 مرغومی 1397
اردوغان د فلسطين له مسئلې د ترکيې پر ملاتړ ټينګار وكړ

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د فلسطين د کورواکې ادارې له مشر محمود عباس سره ټيليفوني خبرې کړي او ټينګار يې کړی، چې دا هېواد د فلسطين د مسئلې ملاتړ کوي.
د ترکيې د جمهوري رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، اردوغان له عباس څخه غوښتي، پر هغه ليدلوري دې له سره غور وکړي، چې د انقرې په باور ښايي د فلسطين د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړي.
عباس د تركيې جمهور رئيس ته په فلسطين کې د وروستيو بدلونونو په ځانګړي ډول له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د خپلو سفارتونو د لېږد په تړاو د يو شمېر هېوادونو د تصميم په اړه معلومات ورکړل.
اردوغان په دې خبرو كې د فلسطين له ادعا او ملته ملاتړ څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په روان ميلادي کال كې امريکا له تل ابيبه خپل سفارت بيت المقدس ته ولېږداوه، هغه ګام چې د فلسطين توند غبرګون يې را وپاراوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA