د غزني د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو كې د افغان کومانډو او هوايي ځواکونو د تازه عملياتو په ترڅ کې د دولت ۳۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او د دوو سرګروپانو په ګډون پنځه تنه نور نيول شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دا عمليات د اندړو ولسوالۍ په ميري، مدد، کمال خېل او علېزي سيمو کې ترسره شول.
نوموړي د دولت د وسله والو مخالفينو د دوو نيول شوو سرګروپانو نومونه قاري عبدالله او قاري ذاهد ياد كړل.
د نوري په خبره، په ترسره شوو عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زيان نه دى اوښتى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ