ads

له سوريې د امريكايي سرتېرو د وتلو په اړه غبرګون وښودل شو

د كردانو په مشرۍ د سوريې ډيموكراټيك ځواكونه په دغه هېواد كې د داعش ډلې د ماتې په اړه د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ادعا ردوي.

نویسنده: mayar
30 لیندۍ 1397
له سوريې د امريكايي سرتېرو د وتلو په اړه غبرګون وښودل شو

د كردانو په مشرۍ د سوريې ډيموكراټيك ځواكونه په دغه هېواد كې د داعش ډلې د ماتې په اړه د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ادعا ردوي.
د دې ځواكونو په خبرپاڼه كې له سوريې د امريكايي سرتېرو د وتلو په تړاو د ټرمپ د تصميم په غبرګون كې ويل شوي، له داعش ډلې سره مبارزه حساس پړاو رسېدلې او په دغه برخه كې د امريكا په مشرۍ د ايتلاف زيات ملاتړ ته اړتيا ده.
په خبرپاڼه كې په توندو الفاظو ليكل شوي، يادې ډلې ماتې نه ده خوړلې او په اوسنيو شرايطو كې د امريكايي سرتېرو د ايستلو پرېكړه به په سيمه كې د بې ثباتۍ او سياسي او نظامي خلا د رامنځته كېدو سبب شي.
بل پلو د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د واشنګټن د دغې پرېكړې هركلى كړى او ويلي يې دي، ده او ټرمپ هوكړه كړې، چې د داعش ډلې ماتې د امريكا د پوځي حضور اړتيا له منځه وړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA