ټاکل شوې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال کرکټ نړیوال جام چې تر دې دمه د نړۍ بېلابېلو سيمو ته لېږدول شوی، راتلونکې اونۍ افغانستان ته راوړل شي.
د کرکټ بورډ پر فېسبوک پاڼه په خپاره خبر کې راغلي، د کرکټ نړيوال جام د روان کال د دسمبر میاشتې په ۲۶ نېټه افغانستان ته راوړل کېږي چې لومړی به په کابل کې ورته بېلابېل پروګرامونه ترسره شي.
د دې خبر له مخې دغه راز په پلان کې ده چې تر کابل وروسته بامیان، هرات او په پای کې کندهار ولايت ته هم ولیږدول شي.
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په ۵۰ اووريز نړيوال جام کې چې په انګلستان کې ترسره کېږي، افغانستان هم د نړۍ د نورو ۹ پياوړو لوبډلو تر څنګ لوبېږي.