ads

امريکا له سوريې د خپلو ځواکونو ايستل پيلوي

د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ وايي په سوریه کې داعش ماتې خوړلې ده نو امریکا ته په کار ده، چې خپل سرتېري له دغه هېواد وباسي.

نویسنده: mayar
29 لیندۍ 1397
امريکا له سوريې د خپلو ځواکونو ايستل پيلوي

د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ وايي په سوریه کې داعش ماتې خوړلې ده نو امریکا ته په کار ده، چې خپل سرتېري له دغه هېواد وباسي.
امریکايي چارواکي هم وايي چې د ټرمپ تر حکم وروسته له سوریې امریکايي پوځيان وباسي. امریکا په سوریه کې شاوخوا ۲۰۰۰ پوځیان لري چې د داعش په ضد جګړه کې یې برخه اخیسته.
رویټرز خبري آژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې بېرته هیواد ته ستانه شي او د امریکايي سرتېرو بېرته ستنېدل به په راتلونکو ۶۰ نه تر ۱۰۰ ورځو کې بشپړ شي. تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر، جیمز مټیس او نورو لوړپوړو چارواکو په سوریه کې د امریکایي ځواکونو پر حضور ټينګار کړی و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د امریکايي ځواکونو حضور بیا غیر قانوني بللی و او ویلي و چې دا مسئله په سوریه کې د سولې پر وړاندې خنډ ګرځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA