د واشنګټن پوهنتون کارپوهانو په يوه تحليل کې ټينګار کړی، چې ښايي امريکا د ايران له توند غبرګون سره مخ شي.
دوی وايي، ۳۵ کلن تاريخ ښيي، چې که ايران له ګواښ او انزوا سره مخ شي، ټينګ غبرګون ښيي.
تحليل ليکونکو د ايران د جمهور رئيس حسن روحاني هغو خبرو ته په اشارې، چې که متحده ايالات د ايران د نفتو صادرات بند کړي، هېڅ نفت به له فارس خليج څخه صادر نه شي ويلي، ښايي ايران په سيمه کې خپل عمليات او د بالسټيک توغنديو ازمويل ډېر کړي.
په دې تحليل کې راغلي، له ۳۰ کلونو وروسته د ايران هغه پوځ، چې د شيعه ګانو د ازادولو ځواک بلل کېږي او د سپاه پاسدران له لوري رهبري کېږي، د ايران له پولو بهر د خپل قدرت د ښکاره کولو په برخه کې ډېر مهارت ترلاسه کړی دی.