ads

نتنياهو: اسراييلي جاسوسان په عادي ډول ايران ته ځي

د اسراييل لومړی وزير بنيامين نتنياهو وايي، د دغه هېواد جاسوسان اټومي هدفونو ته د ايران د رسېدو د مخنيوي لپاره په عادي ډول دې هېواد ته تګ راتګ کوي. هغه په نورو هېوادونو کې د اسراييل د سفيرانو په يوه غونډه کې وويل، دوی په ټوله نړۍ کې د ايران له اټومي پروګرام سره […]

نویسنده: mayar
27 لیندۍ 1397
نتنياهو: اسراييلي جاسوسان په عادي ډول ايران ته ځي

د اسراييل لومړی وزير بنيامين نتنياهو وايي، د دغه هېواد جاسوسان اټومي هدفونو ته د ايران د رسېدو د مخنيوي لپاره په عادي ډول دې هېواد ته تګ راتګ کوي.
هغه په نورو هېوادونو کې د اسراييل د سفيرانو په يوه غونډه کې وويل، دوی په ټوله نړۍ کې د ايران له اټومي پروګرام سره د مبارزې په حال کې دي.
نتنياهو زياته کړه، دوی په عادي ډول د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د ايران له اټومي تاسيساتو ليدنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د تهران په جنوب کې د تورقوزاباد سيمه د ايران د اټومي فعاليتونو سيمه ياده کړې وه او د اټومي انرژۍ له نړيوالې ادارې يې غوښتنه کړې وه، چې له دغه ځايه ليدنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA