د افغانستان د هاكي ملي لوبډلې د پاكستان په لاهور ښار كې د اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د هاكي په ترسره كېدونكو سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د ازبكستان لوبډلې ته وبايلله.
دا لوبه پرون ترسره شوه او په كې ازبكستان افغانستان ته د صفر په مقابل كې په ۱۱ ګولونو ماتې وركړه.
ټاكل شوې سبا د افغانستان او قزاقستان د هاكي ملي لوبډلې د لوبې ډگر ته ووځي.
په يادو سياليو كې د پاكستان، افغانستان، ازبكستان، قزاقستان او نيپال لوبډلې لوبېږي.
د هاكي دا سيالۍ پرون پيل شوې او د روانې ډسمبر مياشتې په ۲۲مه نېټه به پاى ته ورسېږي.
د افغانستان د هاكي ملي لوبډلې دغو سياليو ته د چمتووالي په هدف په خوست كې يو مياشتينى تمريني كمپ ترسره كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ