د فرانسې لومړی وزير: تېروتنه مو وکړه چې د خلکو خبرې مو وانه ورېدې

د فرانسې لومړي وزير اډوارډ فيليپ په دې هېواد کې د ژېړ واسکټ په نوم د لاريونونو له دوام وروسته ويلي، حكومت تېروتنه کړې او په کافي توګه يې د خلکو غوښتنو ته پام نه دی کړی.