ads

ايا د جمهوري رياست د ټاکنو په مهالوېش کې قانون تر پښو لاندې شوی؟

كه څه هم اساسي قانون د پنځم كال د جوزا يا غبرګولي لومړۍ نېټه د جمهور رئيس د كاري دورې پاى ټاکلی دی، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون د غبرګولي مياشتې پنځه ويشتمه نېټه د جمهوري رياست د ټاكنو لپاره ټاكلې ده.

نویسنده: mayar
26 لیندۍ 1397
ايا د جمهوري رياست د ټاکنو په مهالوېش کې قانون تر پښو لاندې شوی؟

كه څه هم اساسي قانون د پنځم كال د جوزا يا غبرګولي لومړۍ نېټه د جمهور رئيس د كاري دورې پاى ټاکلی دی، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون د غبرګولي مياشتې پنځه ويشتمه نېټه د جمهوري رياست د ټاكنو د وروستيو پايلو د اعلان لپاره ټاكلې ده.
د اساسي قانون د شپېتمې مادې پر بنسټ د پنځم كال د جوزا په لومړۍ نېټه د جمهوررييس كاري دوره پاى ته رسيږي، خو د ټاكنو د خپلواك كمېسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد وايي، د جمهوري رياست لپاره يې مهالوېش د قانون سره سم جوړ شوى او په دې اړه هېڅ ډول قانون تر پښو نه دی لاندې شوی.
نوموړى وايي، د راتلونكي كال د غويي مياشتې په يوويشتمه نېټه د جمهوري رياست د ټاكنو لومړنۍ پايلې او د غبرګولي مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه وروستۍ پايلې اعلانېږي.
خو د ملي شورا يو شمېر غړي وايي، كه د غبرګولي مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه د جمهوري رياست د ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شي، نو دا د اساسي قانون تر پښو لاندې كول دي.
دوى د ټاكنو له كمېسيون څخه غواړي چې د ټاكنو په پروسه کې د خلكو د باور زياتولو لپاره خپلې ټولې چارې له قانون سره سمې مخته يوسي.
په همدې حال كې د ازادو ټاكنو او روڼتيا د څار موسسې غړى حبيب الرحمن ننګ وايي، د اساسي قانون پربنسټ بايد د جوزا په لومړۍ نېټه نوى جمهور رئيس خپل كار پيل كړي.
نوموړى وايي، مهالوېش بايد له قانون سره سم جوړ شي، خو په خبره يې له دې وړاندې د ولس جرګې په ټاكنو كې هم په وار وار قوانين تر پښو لاندې شوي دي.
ټاكل شوې د راتلونكي 1398 ل كال د وري د مياشتې په يودېرشمه نېټه د جمهوري رياست ټاكنې ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA