د غزني والي وحيدالله كليمزى وايي، د غزني ښار امنيتي حالت په دې وروستيو کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په هوايي ملاتړ د ګډو افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ كې د تېر په پرتله ښه شوى او ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دى.نوموړى سره له دې، چې له امنيتي اړخه د غزني ولسونو ته ډاډ ورکوي، خو زياتوي چې ډېر ژر به د له لاسه ورکړو ولسواليو د بېرته نيولو او په اصلي مرکزونو کې د انتقال شوو ولسواليو د بېرته فعالولو په هدف پراخ پوځي عمليات ترسره شي.د غزني ولايتي چارواكي په تېرو نېږدې درېيو مياشتو كې هلته د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د ۴۳ پاکستاني اتباعو په ګډون د دولت څه باندې ۳۰۰ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اړولو او د ۲۶ نورو د نيولو ادعا كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ