ads

په پکتیکا کې د هیلې مجتبی په ضد لاریون وشو

د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ولسي جرګې د نوماندې هیلې مجتبی په ضد لاریون وشو.

نویسنده: mayar
25 لیندۍ 1397
په پکتیکا کې د هیلې مجتبی په ضد لاریون وشو

د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ولسي جرګې د نوماندې هیلې مجتبی په ضد لاریون وشو.
لاریون کوونکو په لاسونو کې د هیلې مجتبی دواړه تذکرې چې یوه یې د پکتیکا او بله یې له پکتیا ولایت اخیستې ګرځولې او په هغې یې نیوکه درلوده چې نوموړې د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ د کوتیخېلو اوسېدونکې نه ده.
دوی وايي چې هیلې مجتبی ته د دې جعل له کبله سزا ورکړل شي.
له بل لوري د هیلې مجتبی د دفتر مطبوعاتي مسؤل عبدالسلام اسحاقزی وايي دغه ډول لاریونونه د ټاکنو د اصولو خلاف دي. نوموړی وايي، هيلې مجتبی پاکې رايې وړې دي نو ځکه يې په وړاندې دغه ډول توطئې جوړېږي څو ونه کولای ولسي جرګې ته لاره ومومي او پر ځای يې بل څوک دې جرګې ته لاړ شي.
د هغه په خبره، دا چې هيله مجتبی له پکتيکا وروسته په پکتيا کې هم ژوند کړی نو ځکه يې هلته هم پېژندپاڼه اخيستې.
دا په داسي حال کې ده چې له پکتیکا ولایت ولسي جرګې ته د ۱۳۹۷ کال د ټاکنو په ترڅ کې محمد میرزا کټوازی، محمد داود کټوازی، نادرخان کټوازی او هیله مجتبی د لومړنیو پایلو د اعلان پر بنسټ بریالي اعلان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA