په هرات كې پوليسو د روان لمريز كال له پيله تراوسه د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۸۰۰ كسان نيولي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، له دې ډلې ۳۰۰ تنه د وسله والو غلاوو په تور نيول شوي دي.
د نوموړي په خبره، د غلا په تور په نيول شوو كسانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
وليزاده د غلا په تور د نيول شوو ښځو شمېر ۱۸ تنه ياد كړ.
كه څه هم د هرات پوليس سږ كال د زياتو غلو د نيولو خبره كوي، خو د دغه ولايت اوسېدونكي يې په كمزورۍ تورنوي.